اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

هسپتالونو كښې 13 نمبر بستره يا كمره نه جوړوي، په ډيرو جهازونو كښې 13 نمبر سيټ هم نه ساتي.

    * دغه شان د تندر نيولو مُتَعَلِّق ډيرې وهمي خبرې مشهوري دي: مثلاً  ډيرو ځائيونو كښې د خلقو دا سوچ دے چې لـمر تندر هله نيسي چې كله بلاګانې او خوفناك ځناور د لمَر سترګه خوري، د يو ويب سائټ نه اخستي معلوماتو مطابق چې كله به سپوږمئ تندر اونيوله نو د پخواني چين خلق به را جمع شو او په ډير قوت او زور سره به ئې شور جوړ کړو، د هغوئي عقيده وه چې يو غټ خامار سپوږمئ خوري، او زمونږ دا شور د سپوږمئ بچ كولو كوشش دے.

     غور اوكړئ دا د ترقي يافته ملكونو حال دے كوم چې دِينِ اسلام ته ډير زوړ مذهب وائي، او خنداګانې ور پورې کوي، پخپله د هغوئي حال اوګورئ! پخپله په كوم دور كښې روان دي، د نن نه زرګونو كاله مخكښې به كافرو خلقو بدفالي اخستله، مثلاً فرعون او د هغه په قوم به چې كله بد وخت راغے، يعني د الله پاك له طرفه به چې پرې عذاب راغلو نو وئيل به ئې.

وَ اِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّطَّیَّرُوْا بِمُوْسٰى وَ مَنْ مَّعَهٗؕ-  (پارہ:9، سورۂ اعراف، آیت:131)               

ترجمه: او چې كله دوئي ته بدي رسيږي نو هغه ته د موسٰى او د هغه د ملګرو بدفالي ګنړي.

   دا اصل دَقيانوسِيَّت [يعنې د زوړ دَور ذِهن] دے، نمرود، فرعون او هامان وغيره هم دا ذِهن لرلو...! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! اسلام پاك دِين دے، اسلام مونږ ته د وهم پرستئ نه نجات راكوي، دا د اسلام تعليم دے چې په دې دُنيا كښې حقيقي مُؤَثِّر صرف الله پاك دے، چې الله پاك اوغواړي نو غر به يوه وړوكي ذره جوړه شي، او که الله پاك نه غواړي نو يوه ذره هم د خپل ځائے نه حركت نه شي كولے، اسلام زمونږه فِكر روښانه كوي، اسلام