Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
قيمتي نُسخه ده.دا رساله د مكتبةُ المَدينه نه قيمتاً واخلئ او هره ورځ ئې ګورئ او د 72 نيك اعمال مطابق ژوند تيرولو خپل معمول جوړ كړئ . ټول اسلامي ورونړه دِ دا رساله ضرور حاصله کړي او د دې مطابق دِ د خپل ژوند تيرولو کوشش کوي. د دې رسالے په بركت ډير ګنهګاران په نيغه لاره روان شوي دي. د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورئ:
د كراچئ د يو اسلامي ورور بيان دے: زمونږ د جمات امام صاحب كوم چې د دعوتِ اسلامي د ماحول سره تعلق لري، هغوئي يوه ورځ زما مشر ورور ته د نيك اعمالو رساله په تحفه كښې وركړه، هغوئي [رساله] كور ته راوړوه، چې اوئې لوستله نو حيران پاتې شو چې په دې مختصره رساله كښې يو مسلمان ته د اسلامي ژوند تيرولو څومره زبردسته فارمولا وركړے شوي ده. د نيك اعمالو رساله ميلاويدلو په بركت هغوئي ته د لمُونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې لمُونځ ادا كولو د پاره جمات ته حاضر شو او اوس پينځه وخته لمُونځ ګزاره جوړ شوے دے، مخ ئې هم په ګيره مباركه ښائسته كړو او د نيك اعمالو رساله كښې خانے هم ډكوي.
مدنی اِنعامات کے عامِل پہ ہر دم ہر گھڑی یا اِلٰہی! خوب برسا رحمتوں کی تُو جھڑی
نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې اوس ”مدني انعاماتو“ ته”نيك اعمال“وئيل كيږي.
اَلْقُرْآن مَعَ التَّفْسِیْر ایپلی کیشن
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اسلامي آئـى. ټـى ډيپارټمنټ يو زبردست موبائل ايپلي كيشنز Quran with Tafseer (اَلْقُرْآن مَعَ التَّفْسِیْر) جوړ