Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
كړے دے. په دې ايپلي كيشن كښې قرآنِ كريم، ترجمۀ كنزُالايمان، ترجمۀ كنزُ العرفان او تفسير صراطُ الجِنان شامِل دي . په خپل موبائل كښې دا ايپلي كيشن انسټال كړئ، قرآنِ كريم اولولئ، ترجمه اولولئ، او تفسير اولولئ او په قرآنِ كريم ځان پوهه كړئ، د دې بركتونه حاصل كړئ او نورو ته ئې ترغيب وركړئ.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
”نيك فال اخستل“ سُنَّتِ مُصطفٰى دي
فرمانِ مصطفٰى : بدفالي هيڅ څيز نه دے او [نيک] فال ښه څيز دے. خلقو عرض اوكړو: فال څه څيز دے؟ اوئې فرمائيل: ښه كلمه [ښه جُمله] كومه چې د چا نه واوري. ([1])
د نيك فال مطلب: مثلاً څوک په څه كار اوځي، او په لاره كښې تلاوتِ قرآن واوري يا د يو بُزُرګ کس اُووِيني نو د هغې نه اميد تړل چې اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! په مقصد كښې به كامياب شم، دا نيك فال دے.