اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

    نيك فال نيول شرعاً مُستَحَب دي او د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت دي. مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  نيك فالي ته سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ليكلي دي. ([1]) زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به نيك فال اخستل خوښولو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ډيرو موقعو باندې نيك فال نيولے دے، مثلاً  * د صُلح حُدَيبِيه په موقع باندې د كافرانو سره مذاكرات كول وو، په دې وجه د كافرو له طرفه سُهَيل بِن عَمرو (رَضِیَ الله عَنْهُ)سفير جوړ شو (هغه وخت هغوئي اسلام نه وو قبول كړے) خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د نوم نه نيك فال واخستلو، او اوئې فرمائيل: قَدْ سَہُلَ لَکُمْ مِنْ اَمْرِکُم  يعنې اوس به ستاسو كار اسان شي. ([2]) * يو ځل حضرت بُريده اسلمي رَضِیَ الله عَنْهُ د خپلې قبيلے اويا كسانو سره د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي نه تپوس اوكړو: تاسو څوك ئې؟ عرض ئې اوكړو: اَنَا بُرَیْدَہ زه بُرَيده يم، رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د نوم نه نيك فال اوخستلو، اوئې فرمائيل: بَرَدَ اَمْرُنا وَ صَلُحَ زمونږه مُعامَله يخه او ټيك شوه. ([3])

   خيال لرئ! نيك فال د يوې ښې خبرې، د نيك كس د ليدلو يا بابركته ورځو نه اخستلے شئ، مرغو، ځناورو نه چې څنګه بدفال اخستل منع دي دغه شان د مرغو او ځناورو نه د نيك فال اخستلو هم اجازت نشته. ([4])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:255۔

[2]...بُخاری، کتاب: الشروط، صفحہ:704-707، حدیث:2731-2732۔

[3]...الاستیعاب فی معرفۃ الاصحاب، جلد:1، صفحہ:263۔

[4]...بَدْ شُگُونی، صفحہ:116۔