Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
حضرت يُوسف عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك نبـي وو، حضرت يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام هم د دې خبرې دعوت وركولو، د كومې خبرې چې نن حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام دعوت وركوي، لِهٰذا اے فرعونه! اے د فرعون قومه! اے د فرعون وزيرانو! تاسو هم كَلِمَه اولولَئ، اِيمان قبول كړئ، د الله پاك د عذاب نه پناه اوغواړئ او د جَنَّت په لاره روان شئ.
د حضرت جِزئِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې تقرير تذکره الله پاك په سيپارۀ 24، سورۀ مُومِن كښې ذِكر كړي ده. چې د دوئي په پوره تقرير په اوريدلو هم فرعون او د هغه وزيرانو او مُشيرانو د عقل نه كار وانخستو، نو په آخره كښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله خبره په دی ختمه کړه چې:
فَسَتَذْكُرُوْنَ مَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْؕ- (پارہ24،سورۀ مُومِن:44)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: نو زر به تاسو هغه ياد كړئ څه چې زه تاسو ته وائم.
يعنې اے فرعونه! اے د فرعون ملګرو! نن خو تاسو زما په خبره نه پوهیږئ خو نِزدې ده چې كله د الله پاك عذاب راشي او تاسو نه راتاؤ شي، نو بيا به تاسو زما خبرې يادې كړئ. په دې باندې فرعون او د هغه وزيرانو، مُشيرانو هغه غيرتمند مُومِن حضرت جِزئِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته دهمكي وركړه او اوئې وئيل: تا زمونږ د دِين مُخالَفَت اوكړو نو مونږه به ستا سره ډير بد سلوك اوكړو. ([1])
په دې باندې حضرت جِزئِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل پوخ اِيمان مظاهره اوكړه، او اوئې فرمائيل:
وَ اُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَى اللّٰهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ بَصِیْرٌۢ بِالْعِبَادِ(۴۴) (پارہ24،سورۀ مُومِن:44)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او زه خپل كارونه الله ته سپارم، بيشكه الله بندګان ويني.