Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

      بس الله پاك دِ په مونږه رحم اوفرمائي، د ځنكدن په وخت كښې معلومه نه ده چې زمونږ به څه حال وي؟ مونږه ډير ګناهونه كړي دي، نيكئ راسره نشته، مونږه دُعا كوو چې: اے الله پاكه! د ځنكدن په وخت كښې مونږه د شيطان نه بچ اوساتې، د ځنکدن په وخت کښې مونږ ته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ښکلے ديدار رانصيب کړې، كاش چې! په مدينۀ منوره كښې، د شين شين ګنبد لاندې، د ښکلو ښکلو جالو مخې ته د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار په نظارو نظارو كښې په ايمان سره مرګ رانصيب شي.

نَزع کے وقت مجھے جلوۂ  محبوب دکھا             تیرا کیا جائے گا میں شاد مروں گا یا رَبّ([1])

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك د بے نيازئ او د هغه د پټ تدبير نه هر مسلمان له ويريدل پكار دي. معلومه نه ده چې په كومه ګناه باندې الله ناراضه شي او د اِيمان د پاره خطره پيدا شي. بس هر وخت د الله پاك په بارګاه كښې عاجزي كول پكار دي. علماء فرمائي: چا ته چې په ژوند كښې د سَلبِ اِيمان (يعنې د اِيمان برباديدو) ويره نه وي، د ځنكدن په وخت د هغه د اِيمان سلب كيدو خطره ده. ([2])   

زندگی اور موت کی ہے یااِلٰہی کشمکش                 جاں چلے تیری رِضا پر بےکس و مجبور کی

د امام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوفِ خدا

        شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا ابوبلال محمد الیاس عطّار قادِری رضوي ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   په خپل كتاب ”نیکی کی دعوت“ صفحه 585 کښې يو اِيمان افروز حكايت نقل كوي، فرمائي: حضرت امام جعفر صادق رَضِیَ الله عَنْهُ د


 

 



[1]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:۔

[2]...ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:495۔