Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

ډىرې اوچتې مرتبے خاوند دے، د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ عمر مبارك چې كله څلور كاله وو، هغه وخت د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د الله د ويرې دا حالت وو چې يوه ورځ ئې په چغو چغو ژړل، يو صاحِب چه د آلِ رسول د خدمَت جذبه ئې لرله، ورته ئې عرض اوكړو: شهزاده! څه خبره ده؟ كه د څه څيز ضرورت وي نو ما ته حكم اوكړئ! چه اوس ئې په دې ساعت  درته راوړم. دا ئې چه واوريدل نو د حضرت امام جعفر صادق رَضِیَ الله عَنْهُ د ژړا اواز نور هم اوچت شو او اوئې وئيل: كاكا جانه! د الله پاك د غضب او د جَهَنَّم د عذاب د ويرې نه مې زړه رپيږي! هغه صاحِب ورته په مِينه عرض اوكړو: شهزاده! اوس خو لا تاسو ډير وړوكے ئې، د اوس نه دومره ولے يَريږئ؟ اطمينان ساتئ! ماشومانو ته به عذاب نه وركولے كيږي. دا ئې چه واوريدل نو حضرت امام جعفر صادق رَضِیَ الله عَنْهُ خپله نوره ويره ښكاره كړه او په ژړا ژړا ئې اووئيل: كاكا جانه! ما ليدلي دي چه د غټو لرګو سوَزَوَلو د پاره د هغې خوا ته واړه واړه چخچي او د لرګو پوستکي راتاؤ كړے شي، دا واړه لرګي زر اور اَخلي او د دې په وجه بيا غټ لرګي اور اخلي او سوَزي! زه يريږم چه هسې نه كله چه د ابوجهل او ابولَهَب په شان غټ غټ كافران په جَهَنَّم كښې سوزَوَل كيږي نو د هغوئي د سوَزَوَلو د پاره د وړو لرګو په ځائے ما اور ته غوزار نه كړي!

د خوفِ خُدا په وجه د ژړا فضيلت

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! حضرت امام جعفر صادق رَضِیَ الله عَنْهُ په وړوكوالي كښې د الله پاک څومره ويره لرله. الله پاك دِ مونږ ته هم د خَوفِ خُدا نِعمَت راكړي، يقيناً د الله په ويره او عِشقِ مصطفٰى كښې ژړل عظِيمُ الشَّانه نيكي ده. په حديثِ پاك كښې دي: د كوم مُومِن د سترګو نه چې د الله د ويرې په وجه اوښكي