Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

اوځي اګرچې د مچ د سر برابر وي، بيا هغه اوښكې د هغه د مخ ښکاره حِصَّے ته اورسي نو الله پاك هغه په جَهَنَّم باندې حرام کړي. ([1])

د حضرت اِبراهيم او حضرت يَحيٰى عَلَيْهِمَا السَّلام خوفِ خُدا

     په احياء العُلُوم كښې دي: د الله پاك خليل حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام به چې كله د لمَانځه د پاره اودريدلو نو د الله د ويرې به ئې دومره ژړل چې د يو ميل (تقريباً يو نيم كلوميټړه) پورې به ئې د سينے د خوټكيدو آواز اوريدے شو. ([2])

    د الله پاك نبـي حضرت يحيٰى عَلَيْهِ السَّلام د الله پاک ډيره ويره لرله، چې كله به هغوئي د لمَانځه د پاره اودريدلو نو دومره به ئې ژړل چې ونو او د خاورو لوټو به هم ورسره ژړل. حضرت يحيٰى عَلَيْهِ السَّلام به د الله د ويرې نه مسلسل ژړل، تر دې چې مسلسل د اوښكو بهيدلو په سبب د هغوئي مخ مبارك زخمي شوے وو. ([3])

   الله پاك دِ مونږ ته هم د الله د ويرې نه ژړل را نصيب كړي. د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د الله د ويرې نه ژړيدونكے به هيڅ كله دوزخ ته داخل نه شي تر دې پورې چې شوده تيُونو ته بيرته لاړ شي. ([4])

    مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې ليكي: مطلب دا دے چې څنګه د تيُونو نه وتونكي شـوده بيرته تيُونو ته تلل ممكن نه دي، داسې د الله د ويرې نه د ژړيدونكي كس دوزخ ته تلل ناممكن دي.([5])


 

 



[1]...شُعَبُ الْاِیْمان، جلد:1، صفحہ:490، حدیث:802۔

[2]...احیاءُ العلوم مترجم، جلد:4، صفحہ:533۔

[3]...نیکی کی دعوت، صفحہ:274۔

[4]...ترمذی، کتاب: فضائلِ جہاد، صفحہ:415، حدیث:1633۔

[5]...مرآۃُ المناجیح، جلد:5، صفحہ:436۔