Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

خوفِ خُدا د ”اِيمان“ تقاضه ده

    اے عاشِقانِ رسول! د الله پاك ويره ډىر لوئي نعمت دے، د الله د ويرې نه ژړل د انبياؤ سُنَّت دي، د الله د ويرې نه ژړل د نيكو خلقو علامت دے بلكه كه مونږه غور اوكړو نو د الله ويره زمونږ د اِيمان تقاضه ده، اوګورئ! مونږه په الله پاك باندې د هغه د ټولو صِفاتو سره اِيمان لرو: اٰمَنْتُ بِاللّٰہِ بِجَمِیْعِ صِفَاتِہٖ (ما په الله پاك باندې د هغه د ټولو صِفاتو سره اِيمان راوړے دے). د الله پاك په صِفاتو كښې يو صِفَت الصَّمَدْ هم دے يعنې الله پاك بے نيازه دے، د چا محتاجه نه دے. نو چې مونږه د هغه په دې صِفَت باندې اِيمان راوړے دے نو د دې تقاضه ده چې مونږه د هغه د بے نيازئ نه اُويَريږو، فرض كړئ که زمونږ سره ډيرې نيكئ وي، ټوله ټوله شپه سجدے كوو، ټوله ټوله ورځ روژے نيسو، ټول ژوند مو يوه ګناه هُم نه وي كړي نو بيا هم څومره نعمتونه چې الله پاك مونږ ته راكړي دي، په هغې كښې د يو نِعمَت هُم پورا پورا حق مونږ كله ادا كړے دے؟ الله پاك بےنيازه دے، كه په ورځ د قيامت زمونږه ټولې نيكئ د تلې په يو چابړى كښې كيښودے شي او د الله پاك صرف يو نِعمَت په دويم چابړي كښې كيښودے شي نو زمونږ د ټول ژوند نيكئ د هغه د يو نِعمَت بدله نه شي كيدے او يقيناً بدله نه شي كيدے. لږ غور اوكړئ! كه داسې حساب واخستے شي نو مونږ به څه كوو؟

    معلومه شوه: چې مونږه الله پاك بے نيازه منو نو دا منل د دې خبرې تقاضه كوي چې مونږه د الله پاك د بے نيازئ نه اُويَريږو.

    دغه شان د الله پاك يو صِفَت قَهَّار هم دے يعنې الله پاك غضب كوونكے دے، الله پاك قهر كوونكے دے. د الله پاك په صِفَتِ قَهَّار باندې د اِيمان تقاضه هم دا ده چې مونږه د الله پاك د قهر نه، د هغه د غضب نه او د هغه د ناراضئ نه اُويَريږو. د الله پاك په دې صِفاتو باندې چې د چا څومره اِيمان كمزورے كيږي، د الله پاک نه ويره