Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

لرلو كښې به ئې هُم هغه همره كمے راځي او چې څومره ئې پرې اِيمان مضبوطيږي، هغه همره به ئې د الله نه ويره هُم زياتيږي. معلومه شوه چې د الله پاك د پټ تدبير نه ويره، د الله پاك د ناراضئ نه ويره، د الله پاك د قهر و غضب نه ويره زمونږ د اِيمان تقاضه ده.

 

د خوفِ خُدا قرآني حكم

     په سيپاره4، سورۀ آلِ عمرٰن، آيت: 102 كښې ارشاد دے:

یٰۤاَیُّهَا  الَّذِیْنَ  اٰمَنُوا  اتَّقُوا  اللّٰهَ  حَقَّ  تُقٰتِهٖ   (پارہ:4،  سورۂ آلِ عمران، آیت:102)     

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: اے اِيمان والؤ! د الله نه اُويَريږئ څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے.

    

      څنګه واضحه فرمان دے: اے اِيمان والؤ! د الله پاك نه اُويريږئ....! څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے. دا خاص د توجه ساتلو خبره ده چې حَقَّ تُقٰتِہٖ  يعنې د الله پاك نه داسې اُويَريږئ څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے. داسې خو يو مسلمان هم نه وائي چې زه د الله پاك نه، نه ويريږم خو د الله پاك نه د ويريدلو چې كومې درجے دي، مَثَلاً بنده دِ ځان د ګناهونو نه اوساتي، د الله پاك د نافرمانئ نه دِ بچ اوسي، په شوق سره دِ نيكئ کوي، ډىر عبادت دِ کوي، د اسلام په تعليماتو باندې دِ واقعي په صحىح معنو كښې عمل کوي، دا چې كومې د الله د ويرې نښې دي، دا هم په بنده كښې موجودې وي نو دې ته به وائي: حَقَّ تُقٰتِہٖ  يعنې د الله پاك نه داسې اُويَريږئ څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے.