Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

د مِثالى مُعاشرے د پاره د الله ويره اَوَّل شرط دے

    اے عاشِقانِ رسول! دا خَوفِ خُدا يعنې د الله پاك داسې ويره څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے، دا ويره که مونږ ته نصيب شي نو يقين اوكړئ چې!  *زمونږ مُعاشره به مثالي مُعاشره جوړه شي * زمونږ د مُعاشرے نه به ټولې بدئ ختمې شي * د ګناهون اډے به شړې شي او پورا مُعاشره به په دُنيا كښې د جَنَّت تصوير جوړ شي.  اګرچې د ګناهونو، جرمونو نور هم اسباب دي، په دې ټولو كښې ډىر اَهَم او بنيادي سبب د الله نه د ويرې كمے هم دے. * شراب ولے څښلے كيږي؟ د خوفِ خدا د كمي په وجه * انسان بدكارئ طرف ته ولے ځي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * سُود ولے خوري؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * غلا، ډاكے ولے كيږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * ناحقه قتلونه ولے كيږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * د جوارئ اډے ولے چليږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * خلقو ته ناحقه تكليف ولے ورکولے كيږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * غِيبَتِ، چُغلي، وعده خلافي، كنزلې ولے كيږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه  *په كورونو كښې جګړې ولے كيږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه * په ناپ، تول كښې كمے ولے كيږي؟ د خوفِ خُدا د كمي په وجه، غرض دا چې د دې ټولو ګناهونو بنيادي سبب د خوفِ خُدا كمے دے. لِهٰذا كه مونږه خپله مُعاشره مثالي مُعاشره جوړول غواړو، كه د خپلې مُعاشرے نه ګناهونه  ختمول غواړو نو د دې د پاره مونږ ټولو له په خپلو زړونو كښې د الله پاك ويره پيدا كول ضروري دي.

خوفِ خُدا د اِسلام بُنيادي تعليم دے

    لږ غور اوكړئ! زمونږ د خوږ آقا، مَكِّي مَدَني مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو نه مخكښې هغه كومې بدئ وے چې په عربو كښې به نه وے؟ د