Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

جاهلِيَّت په زمانه كښې بدكاري عامه وه، شراب عام وو، بےحيائي عامه وه، سُود عام وو، رشوت عام وو، بلكه د دې نه زياته به بله کومه بدي وي چې په دُنيا كښې كفر و شرك عام وو، د خانۀ كعبے په خوا كښې هم د شرك اسباب [يعنې بُتان] موجود وو. زمونږ  خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته رَحْمَۃٌ لِّلْعَالَمِیْن جوړ كړے شوے تشريف راوړو، چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَبُوَّت اعلان اوفرمائىلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته چې په ښكاره طور د اِسلام د دعوت وركولو کوم حكم وركړے شو، هغه دا وو:

قُمْ فَاَنْذِرْﭪ(۲)  (پارہ:29، سورۂ مدثر، آیت:2)                                                

مفهوم ترجمہ کنز العرفان: اودريږه، بيا [خلقو ته د الله] ويره واوروه.

     يعنې د اسلام د اعلانيه تبليغ وړومبے حكم په خوفِ خُدا باندې مشتمل وو، بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صَفَا په غَر اودريدلو او د اسلام کوم وړومبے اعلانيه تبليغ ئې چې اوفرمائيلو، په هغې كښې هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خلقو ته د الله پاك نه د ويرې درس وركړو.

    بيا زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله ويره د خلقو په زړونو كښې پيدا كړه او د جاهِلِيَّت د زمانے خرابه مُعاشره ئې داسې مِثالي مُعاشره جوړه كړه چې د داسې مُعاشرے مِثال په ټوله دُنيا كښې نشته، هم دغه مِثَالي مُعاشره ده كومه چې د قيامته پورې د راروانو مُعاشرو د پاره بهترينه نمونه ده. معلومه شوه چې د مُعاشرے د صحيح كولو د پاره، مثالي مُعاشره جوړولو د پاره خوفِ خُدا اهم ترين بنياد دے.

د مثالي مُعاشرے دوه اَهَم صِفَتونه

    دلته دا خبره د غور او د ځان پوهه کولو ده چې مثالي مُعاشره څه ته وائي؟ په دې باندې تفصيلي بيان كيدے شي، پورا پورا كتابونه پرې ليكل كيدے شي، البته مُختصر طور دا چې د يوے مثالي مُعاشرې دوه اهم بنيادونه دي: