Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

د بيان اوريدلو  نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([1])

       اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور سره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                  صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په 7 صَفَرُ الْمُظَفَّر د عالَمِ اسلام د عظيم شخصيت شیخُ الْاِسْلام حضرت بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عُرسِ پاك وي. * حضرت بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 27 رَمَضَانُ المُبارك، 566 هجرئ کښې د صوبه پنجاب په ښار لَيَّه كښې پيدا شوے وو، * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په آباء و اجدادو كښې يو بُزُرګ  قُصَیْ بِنْ کِلاب  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تير شوے دے، حضرت بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي په اولاد كښې دے، * حضرت بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔