Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

مدد ولے نه وو كړے نو زه به څه جواب وركووم؟ دا ئې اُووئيل او د ركشے نه ئې ټول سامان كوز كړلو. ([1])

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! حُضُور مُفتـئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوفِ خُدا والا وو، هغوئي د قيامت په ورځ د الله پاک په بارګاه کښې دحاضريدلو ويره لرله، هغوئي د يو درد مند مسلمان د خيرخواهئ د پاره د ريل ګاډي تلل برداشت كړل خو د هغه د زړه ساتلو نه بغير ئې تلل منظور نه كړل. اوس غور اوكړئ! د مسلمانانو ورونړو د خير خواهئ دا جذبه كه مونږ ته هم نصيب شي نو زمونږه مُعاشره به څنګه ښكلي او ښائسته شي، جنګ جګړې به ختمې شي، د ردو بدو تَصَوُّر به پاتې نه شي، حَسَد، بُغض و كينه وغيره دا ټولې باطني بيمارئ به د مُعاشرے نه ختمې شي. او دا به څنګه كيږي؟ د خوفِ خُدا په ذريعه.

    معلومه شوه چې يوه مُعاشره مَثالي مُعاشره جوړولو د پاره اهم او بنيادي څيزونه: د حق تلفئ نه بچ كيدل او خيرخواهي كول دي، دا دواړه د خوفِ خُدا په ذريعه ډير ښه حاصليږي، لِهٰذا په مُعاشره كښې بدلون راوستلو او مثالي معاشره جوړولو د پاره خوفِ خُدا ډىر لازم او ضروري دي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د خوفِ خُدا نِعمَت رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ژوند د مقصد مكمل كولو ذريعه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې په يو بل انداز کښې د خوفِ خُدا په اَهَمِّيَّت باندې د پوهيدلو كوشش اوکړو. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مونږه انسانان يُو او الله پاك


 

 



[1]...فیضانِ سُنَّت، صفحہ:111۔