Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

انسانان د څه د پاره پيدا كړي دي؟ الله پاك فرمائي:

وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶)  (پارہ:27، سورۂ الذاریات، آیت:56)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او ما پيريان او انسانان د دې د پاره پيدا كړي دي چې زما عبادت اوكړي.

    يعنې د انسان دُنيا ته د راتللو مقصد د الله پاك عبادت كول دي. مونږ به د خپل ژوند دا مقصد څنګه پورا کړو؟ مونږ به عبادت ګزار څنګه جوړ شو؟ اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مِنْهَاجُ الْعَابِدِيْن كښې په دې باره کښې يو عُنوان ذِكر كړے دے: عَقْبَۃُ الْبَوَاعِثْ يعنې كوم څيزونه چې د عبادت ترغيب وركوي، د كومې په ذريعه چې د عبادت شوق پيدا كيږي او بنده په استقامت سره د خپل ژوند په مقصد كښې كاميابيدے شي. د دې عنوان لاندې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه څيزونه بيان كړي دي: (1) خوفِ خُدا (2) د رحمت اُمِّيدِ. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د عبادت په لاره تر هغه وخته پورې تلل ممكن نه دي  تر څو پورې  چې ته په ځان كښې د خوفِ خُدا او د رحمت د اُمِّيد صِفَتونه پيدا نكړې. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: نَفْسِ اَمَّاره د بدئ ډىر شوقين دے، دا [نَفْسِ اَمَّاره] تر هٰغه وخته پورې د ګناهونو نه، نه قلاريږي، تر څو پورې چې زبردست خوفِ خُدا پيدا نه كړے شي. لِهٰذا نَفْسِ اَمَّاره د عبادت په لاره روانولو د پاره ضروري دي چې په دې باندې هر وخت د خوفِ خُدا كوړه مُسَلَّطه اوساتلے شي. بيا عبادت ګزار جوړيدلو د پاره خوفِ خُدا په دې وجه هم ضروري دے چې د عبادت په لاره كښې خطرے ډيرې دي مثلاً  تكبر، خپل ځان ښه ګنړل او نور ډير څيزونه دي كوم چې عبادت بربادوي، د دې ټولو نه د بچ كيدلو يوه طريقه ده چې بنده په خپل ځان كښې خوفِ خُدا پيدا كړي، هر وخت د الله پاك د بے نيازئ نه په