Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

ويره كښې اوسي، د عذابِ قبر نه، دوزخ نه او په بارګاهِ اِلٰهي كښې د حاضريدو نه مسلسل ويره لري. د دې نه بغير عبادت ګزاره جوړيدل ممكن نه دي. ([1])                          

د خوفِ خُدا حاصلولو طريقے

    اے عاشِقانِ رسول! مونږه د خوفِ خُدا د اَهَمِّيَّت په باره كښې واوريدل، خوفِ خُدا هٰغه بنيادي عمل دے چې د دې په ذريعه مونږه په خپل مقصد كښې كاميابيدے شو، مونږه د خوفِ خُدا په ذريعه د ګناهونو نه ځان ساتلے شو، د خوفِ خُدا په ذريعه زمونږه معاشره مثالي مُعاشره جوړيدے شي. خو سوال دا دے چې په مونږه كښې به خوفِ خُدا څنګه پيدا شي؟  * د دې د پاره د قرآنِ كريم تلاوت خپل معمول جوړ كړئ، خاص طور هغه آيتونه په كومو كښې چې د الله پاك د عذاب ، د دوزخ او د آخرت ذِكر دے، د داسې آيتونو ترجمه او تفسير اولولئ او ياده ئې ساتئ، بيا بيا ئې تلاوت كوئ. * داسې احاديث لولئ په کومو كښې چې د خوفِ خُدا بيان دے *  هغه كتابونه اولولئ په كومو كښې چې د خوفِ خُدا بيان دے،  * د خوفِ خُدا لرونكو بُزُرګانِ دينو سيرت اولولئ، * يو جدول [يعنې ټائم ټيبل] جوړ كړئ، هره ورځ يا كم از كم  په هفته كښې يو ځل مقبرے ته ځئ، هلته فاتحه لولئ او د دې سره سره په دې خبره غور كوئ چې نِزدې ده زه به هم قبر ته ځم، هغه وخت به زما د بے وسئ څه حالت وي؟ بيا د قبر په مُعاملاتو غور اوكړئ، * په زړه كښې خوفِ خُدا پيدا كولو او زياتولو د پاره يو مدني ګل كوم چې د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تعليماتو نه حاصليږي، هغه دا دے چې د خوفِ خُدا د درجو لحاظ اوساتلے شي، اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه


 

 



[1]...منہاج العابدین، صفحہ:369-370 خلاصۃً۔