Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

په مِنْهَاجُ الْعَابِدِيْن كښې خوفِ خُدا په خطراتو يعني په زړه کښې پيدا کيدونکو خيالاتو كښې شميرلے دے، دا د خوفِ خُدا اَوَّله درجه ده، يعنې په شروع كښې خوفِ خُدا صرف د يو خيال په شان وي، په زړه كښې راشي، بيا ختم شي، كله ناڅاپه د قبر خيال راشي، كله د آخرت د ورځې خيال راشي چې د الله پاك په بارګاه كښې به حاضريږم، كله د دوزخ خيال راشي، دا خيال بس يو څو سيكنډه وي، او دا خيال د خوفِ خُدا مُتَعَلِّق لوستلو سره، د خوفِ خُدا په باره كښې بيانونو وغيره اوريدلو سره نصيب كيږي، بيا چې كله دا خيالونه په زړه كښې راځي نو ضروري ده چې دا خيالات په زړه كښې اوساتلے شي، مثلاً هره ورځ يواځې كښينو او د قبر و آخرت تَصَوُّر اوكړو، بيا بيا مقبرے ته لاړ شو، داسې د خوفِ خُدا د خيالونو تَصَوُّر كولو سره به په قلاره قلاره دا خيالونه په زړه كښې پاخه شي، بيا به دا خوفِ خُدا يو صِفَت جوړ شي، دا د خوفِ خُدا هغه درجه ده كومه چې اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مقامِ خوف كښې فرمائيلي ده.

   د خوفِ خُدا مُتَعَلِّق او نورو موضوعاتو باندې ديني كتابونو د پاره د دعوتِ اسلامي اداره مكتبةُ المَدينه ته راشئ، دلته ډير قيمتي كتابونه او رسالے په لږه هديه طلب کولے شئ.  د دعوتِ اسلامي  آئي. ټـى ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي كيشن: Islamic Ebook Library (اسلامِک اِی بُک لائبریری) جاري كړے دے. د دې ايپلي كيشن په ذريعه د مكتبةُ المَدينه نه چاپ شوي كتابونه مفت ډاؤن لوډ كولے شئ. دا ايپلي كيشن په خپل موبائل كښې انسټال كړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو ته ئې هم ترغيب وركړئ.