Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: هفته واره اجتماع   

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په خپل زړه كښې عِشقِ رسول او خوفِ خُدا زياتولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره وابسته شئ، د دعوتِ اسلامي دولسو 12 ديني كارونو كښې ښه د زړه په اخلاص حِصَّه واخلئ، د دې په بركت به اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د خوفِ خُدا او عِشقِ مصطفٰى نِعمَت در نصيب شي، د نيكئ كولو، ګناهونو نه د ځان ساتلو او د اِيمان د حفاظت ذِهن به مو جوړ شي. د ذِيلي حلقے دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار هفته واره اجتماع هم ده.

ما به هره ورځ دوه فلمونه كتل

     د جيكب آباد (صوبه سندھ، پاكستان) د يو اسلامي ورو د بيان خُلاصه ده: زه به په ګناهونو كښې ډير اخته اوسيدم، عام طور به ما هره ورځ دوه فلمونه كتل، يو ځل زه د خپل دوست سره ملاقات د پاره حيدرآباد (سندھ) ته لاړم، دا د پنجشنبے [یعنې د زيارت] ورځ وه، زما دوست د دعوتِ اسلامي هفته واره اجتماع كښې شريك كيدلو د پاره زه د ځان سره بوتلم، هلته ما د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   بيان واوريدلو نو زما په ژوند كښې اِنقلاب راغلو، ما د خوفِ خُدا په سبب ډير اوژړل، د ګناهونو نه مې توبه اوكړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شوم. 

اسی ماحول نے ادنیٰ  کو اعلیٰ کر  دیا  دیکھو           اندھیرا  ہی  اندھیرا  تھا،  اُجالا کر  دیا  دیکھو