Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

د اوچتې مرتبے والا، عالِم، عابِد، زاهِد، مُتَّقِـي، پرهيزګار، زبردست مُبَلِّغِ اسلام او پيدائشي ولـئ كامِل وو.

    مكتبةُ المَدينه د ”فيضانِ بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نوم د هغوئي په سيرت باندې يوه رساله چاپ كړي ده، راځئ چې د حضرت بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه واقعه واورو:

د الله پاك د خُفيه تدبير ويره (واقعه)

   د يو ځل واقعه ده: په حضرت بَهَاءُ الدِّین زَکَرِیَّا ملتانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خوفِ خُدا دومره غلبه اوشوه  چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلې حُجرے شريفې ته داخل شو، دروازه ئې بنده كړه او په سجده پريوتلو، توبه او استِغفار ئې شروع كړو، د سترګو نه ئې اوښكې روانې وے او د خوفِ خُدا نه ئې سينه خوټكيدله، دومره ئې اوژړل چې مُصَلّٰـى ئې په اوښكو لَمْدَه شوه، د هغوئي صاحبزادګان او مريدان د دې ناڅاپه حالت نه سخت پريشانه شو، د حضرت بَهاؤالدِّين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژړا آواز دومره ډير اوچت وو چې د ټولو زړونه ئې درزول، صاحبزادګانو او مريدانو ډير ځله د حُجرے شريفې دروازه اوډبوله، درخواست ئې اوکړو چې: جناب! دروازه بيرته كړئ! خو حضرت بَهاؤالدِّين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوفِ خُدا كښې داسې ډوب وو چې د ټولو خلقو نه بے پرواه ئې په زوره زوره ژړل، آخِر كار د هغوئي نمسے شاهِ رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راوستلے شو، حضرت بَهاؤالدِّين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپل نمسي سره ډير محبت كولو، شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دروازه اوډبوله او دوه درې ځله ئې په زوره آواز اوکړو: باباجانه! دروازه بيرته کړئ، نو شيخ الاسلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راپاڅيدلو، دروازه ئې بيرته کړه او شاه رُکنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ئې د دننه راتلو اجازت ورکړو. شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دننه ورغلو نو په دې