Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

حكم اوكړو، په دې ځل نور ډير روحونه د سجده كوونكو سره شامل شو او الله پاك ته ئې سجده اوكړه، دې دواړو ډلو ته مُخْلِصِين اووئيل شو، كومو چې په اوَّل حكم سجده كړي وه هغه مَسْعُود (يعنې سعادت مند) شو او كومو چې په دويم حكم سجده كړي وه هغه مَحْمُود (يعنې د ستائنې قابل) شو خو كومو چې د الله پاك حكم اونه منلو، دواړه ځله ئې سجده اونكړه هغوئي په دُنيا او آخرت كښې په نقصان كښې پاتې شو. دومره وئيلو نه پس حضرت شيخُ الاسلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شو او اوئې وئيل: بچيه! ما ته معلوم نه دي چې زه په كومه ډله كښې ووم، هائے افسوس! كه زما شمير هم نقصان موندونكو كښې اوشو نو زما به څه كيږي...؟

آج بنتا ہوں معزز جو کھُلے حشر میں عیب               آہ! رُسوائی کی آفت میں پھنسوں گا یارَبّ

گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہو گی                   ہائے میں نارِ جہنّم میں جلوں گا یارَبّ

دَرْدِ سَر ہو یا بُخار آئے تَڑپ جاتا ہوں                میں جہنّم کی سزا کیسے سہوں گا یارَبّ

عَفْو کر اور سدا کے لئے راضی ہو جا                   گر کرم کر دے تَو جنّت میں رہوں گا یارَبّ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت بَـهاؤُ الدين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ولئ كامِل وو او د هغوئي نمسے شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پيدائشي ولي وو، الله پاك شاه رُكنِ عالَم ته د قطبِيَّتِ عُظمٰى درجه وركړي وه، چې كله هغوئي د خپل نيکه مبارک حضرت بَـهاؤُ الدين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه په خوفِ خدا كښې ډوب دا كلمات واوريدل نو په ډير ادب ئې عرض اوكړو: باباجانه! تاسو تسلي لرئ! ستاسو مبارك روح د مُخْلِصِينو نه وو، تاسو په هغه ډله كښې ئې كومو چې د الله پاك په حضور كښې سجده كړي وه. حضرت شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل نيکه مبارک ته د تَسَلَّـئ نورې خبرې هم اوكړې، د دې خبرو په اوريدو حضرت بَـهاؤُ الدين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته لږه تَسَلِّـي


 

 



[1]...وسائل بخشش،  صفحہ:85۔