Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

اوشوه او هغوئي په ډيره عاجزئ د الله پاك په حُضُور كښې سجدۀ شُكر ادا كړه، بيا ئې بَهر ته تشريف راوړو او مريدانو ته ئې د ملاقات شرف وركړو. ([1])

خوفِ خُدا نصيب كيدل سعادت دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! حضرت بَـهاؤُ الدين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيدائشي ولئ كامِل وو، د ګناهونو نه به ئې ځان ساتلو، شپې او ورځې به ئې په نيكو كښې تيريدلې، د دې باوُجود د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله د ويرې دا عالَم وو.... كاش چې مونږ ته هم د الله د ويرې داسې كيفِيَّت رانصيب شی.

    حقيقت دا دے چې د الله پاك د پټ تدبير نه، د الله پاك د ناراضئ نه، د الله پاك د قهر و غضب نه هغه انسان ويريږي كوم چې سعادت مند وي. په تفسير رُوحُ المَعَانِـى كښې دي: چې كله ابليس لعين (شيطان) مردُود شو يعنې حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام ته د سجده نه كولو په جرم كښې د الله پاك د بارګاه نه اوشړلے شو، د دې په ليدلو حضرت جبريل او حضرت ميكائيل عَلَيْهِما السَّلام په ژړا شو، الله پاك اوفرمائيل: تاسو څه څيز اوژړولئ؟ عرض ئې اوكړو: اے ربه! مونږه ستا د  پټ تدبير نه بے ويرې نه يُو، ارشاد اوشو: هُم داسې اوسئ، زما د پټ تدبير نه مه بے ويرې كيږئ. ([2])   

تِرے خوف سے، تیرے  ڈر  سے  ہمیشہ          میں  تھر تھر  رہوں  کانپتا  یا اِلٰہی!

مِرے  اَشْک  بہتے  رہیں  کاش  ہر  دَم             ترے  خوف  سے  یا خُدا یا اِلٰہی!

د اِيمان د سلامتيا د هيڅ چا سره ګارنټي نشته

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك ډير ډير احسان دے چې هغه مونږه


 

 



[1]...فیضانِ بہاءُ الدِّین زکریا ملتانی،  صفحہ:44-45 خُلاصۃً۔

[2]...تفسیر رُوح المعانی، پارہ:19، سورۂ نمل، زیرِ آیت:10، جز:19، صفحہ:217۔