Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

انسانان جوړ كړي يُو، مسلمانان كړي ئې يو، د خوږ آقا اُمَّتيان ئې جوړ كړي يو، بيشكه مونږه مسلمانان يو، خو په مونږ كښې د هيڅ چا سره څه ضمانت نشته چې هغه به د مرګه پورې مسلمان پاتې شي، څنګه چې بيشميره كافران مسلمانيږي، دغه شان د ډيرو بدنصيبو مسلمانانو مَعَاذَ الله ! بے ايمانه كيدل هم ثابت دي. آه! څوك چې اِيمان پريږدي يعنې كافِر او مُرتَد مړ شي، هغه به هميشه هميشه په دوزخ كښې اوسي. په دويمه سيپاره سورۀ بَقَره، آيت نمبر 217 كښې ارشاد دے:

وَ مَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَ هُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِۚ-وَ اُولٰٓىٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِۚ-هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ(۲۱۷)

ترجمۀ کنز العرفان: او په تاسو كښې چې څوك د خپل دِين نه  مُرتَد شي، بيا كافِر مړ شي نو د هغه خلقو ټول اعمال په دُنيا او آخرت كښې برباد شو او هغوئي د دوزخ خاوندان دي، هغوئي به په هغې کښې هميشه اوسي.

    په يو اوګږد حديثِ پاك كښې د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلي دي: د آدم عَلَيْهِ السَّلام اولاد په مختلفو طبقو پيدا شوے دے، په دوئي کښې بعضې مُومِن پيدا شوي دي، د اِيمان په حالت كښې ژوندي اوسيدل او مُومِنان به مري. بعضې كافِر پيدا شوي دي، د كفر په حالت كښې ژوندي اوسيدل او كافِر به مري. او بعضې هغه دي كوم چې مُومِنان پيدا شوي دي، د اِيمان په حالت كښې ژوندي اوسيدل خو كافِر به مري، بعضې كافر پيدا شوي دي، د كفر په حالت كښې ژوندي اوسيدل او مومنان شوي به د دُنيا نه ځي. ([1])

ایماں پہ رَبِّ  رحمت دے دے تُو استقامت     دیتا ہوں واسطہ میں تجھ کو ترے نبی کا([2])


 

 



[1]...ترمذی، کتابُ الفِتَن، صفحہ:528، حدیث:2191۔

[2]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:178۔