Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

د پټ تدبير نه غافله كيدل سخت نقصاني دي

    اے عاشِقانِ رسول! مونږ له هر وخت د الله پاك د پټ تدبير نه په ويره كښې اوسيدل پكار دي چې د الله پاك د پټ تدبير نه غافله كيدل سخت نقصاني دي، په قرآنِ كريم كښې دي:

فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ۠(۹۹)  (پارہ:9، سورۂ اعراف، آیت:99)                                          

ترجمه کنز العرفان: نو د الله د پټ تدبير نه صرف تباه كيدونكي خلق بے ويرې وي.

    علماء فرمائي: د الله د پټ تدبير نه بالكل بے ويرې كيدل ګناهِ كبيره ده. ([1])

د حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوفِ خُدا

     حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوچتې مرتبے عالِمِ دين، ډير لوئي مُحَدِّث او ولئ كامِل وو،  د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مُتَعَلِّق منقول دي چې د هغوئي ملا په ځوانئ كښې ټيټه شوي وه. خلقو ډير ځله د دې په باره كښې د معلومولو كوشش اوكړو خو حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به څه جواب نه وركولو. يو ځل د هغوئى يو شاګرد په ډيره عاجزئ سره د وجهې معلومولو په باره كښې په ډيره زارئ مسلسل تپوس اوكړو نو اوئې فرمائىل: زما يو اُستاذ وو، د هغوئي شمير په غټو عُلماؤ كښې کيدو، ما د هغوئي نه ډير علوم زده كړي وو، چې كله د هغوئي د وفات وخت راغلو نو ما ته ئې اوفرمائيل: اے سُفيانه! آيا تا ته معلومه ده چې زما سره څه مُعامَله پيښه شوي ده؟  ما د پنځوسو 50 كالو  پورې د الله پاك مخلوق ته د الله پاك د اطاعت كولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو تلقين كولو خو افسوس! نن زه وفات كيدو والا يم نو الله پاك زه د خپل دربار نه اوباسلم، ما ته ئې


 

 



[1]...جہنم میں لے جانے والے اعمال، جلد:1، صفحہ:291۔