Data Huzoor Ki Nasihatain

Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

ښه نِيَّت شته دے؟ * آيا په دې كښې زمونږ د آخرت خير شته ؟ * مونږ له پکار ده چې د لږ ساعت د پاره غور اوكړو، كاغذ او قلم راواخلو، كښينو او په خپل ژوند كښې چې مونږه څومره غټ غټ كارونه كړي دي، مثلاً په سكول، كالج كښې مو سبق وئيلو، ډګرئ مو حاصلې كړې، كور مو جوړ كړو، ګاډے مو واخستو، چې داسې څومره غټ غټ كارونه مو تر اوسه پورې كړي وي، د هغې يو فهرست جوړ كړو، بيا د هر يو كار مخې ته صرف دا اوليكو چې دا كار ما ولے كړے وو؟ د خپل خواهش او د دُنياوي فائدے د پاره مې كړے وو که د الله پاك د رضا د پاره مې کړے وو؟ نو دا د يو څو منټو غور و فِكر به مونږ ته زمونږ د ژوند حقيقت بيان كړي، مونږ ته به معلومه شي چې مونږه بندګان خو يو، مګر آيا مونږه بندګي كوو او که صرف په خپلو خواهشاتو پسے يُو؟ كه زمونږه د ژوند زياته حِصَّه په خپلو خواهشاتو پورا كولو كښې تيره شوي وي، او مونږه د الله پاك د رضا طرف ته هغسې تَـوَجُّه نه وي کړي څنګه تَوجُّه چې پکار ده نو بيا مونږ څنګه بندګي کړي ده؟ الله پاك په قرآنِ پاك کښې ارشاد فرمائي:

وَ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ  (پارہ:10، سورۂ توبہ، آیت:62)   

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د الله او رسول حق زيات وو چې هغه ئې راضي كړے وے۔

     معلومه شوه چې د الله پاك او د هغه د خوږ حبيب رضا حاصلول ضروري او اَهَم دي. خو افسوس! مونږه د خپل نفس خوشحالولو او د خلقو راضي كولو په چكر كښې اخته يُو. اوګورئ! داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو هُم د الله پاك بنده دے، هغوئي به د الله پاك