Data Huzoor Ki Nasihatain

Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

د رضا طلب ګار اوسيدلو، نو مونږ هم د الله پاك بندګان يو، مونږ له هم د الله پاک بندګي کول ضروري دي، مونږ له هُم د خپل خوږ الله پاك راضي كول ضروري دي. راځئ! نِيَّت اوكړو چې د نن نه به د هر نيك او جائز كار نه مخكښې يو څو سيكنډه حصاريږو او ښه ښه نِيَّتونه به ضرور كوو.

     شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  چې دې د فساد نه ډك دور كښې د نيك جوړيدلو بے مثاله نُسخه عطا كړي ده: د ”72 نيك اعمال‘‘ په نُوم. په دې كښې د ټولو نه وړومبے نيك عمل دا دے چې: آيا تا نن د څه نه څه جائزو كارونو نه مخكښې كم از كم يو يو ښه نيت كړے وو؟

     يقين اوكړئ! كه مونږه صرف دا يو نيك عمل په خپل ژوند كښې نافذ كړو نو زمونږ د ژوند انداز به دُرُست شي. د دې يو نيك عمل په اختيارولو مونږه خپلې 24 ګينټے په نيكو كښې تيرولے شو، مثلاً * چې مونږه د شپے اوده كيدو نه مخكښې نِيَّت اوكړو چې: د عبادت د پاره قُوَّت حاصلولو د پاره اوده كيږم، د سحر لمُونځ به د جَمعې سره ادا كووم. دا نِيَّتونه اوكړو اوده شو نو زمونږ خوب به هُم په عبادت كښې حسابيږي، * چې سحر پاڅو، د سحر لمُونځ ادا كړو او د ناشته كولو نه مخكښې دا نِيَّت اوكړو چې: د عبادت د پاره قُوَّت حاصلولو د پاره ناشته كووم، * كار له چې ځو نو دا نِيَّت اوكړو چې: د الله پاك رضا د پاره به حلال رزق ګټم. داسې چې د هر نيك او جائز كار نه مخكښې كم از كم يو يو ښه نِيَّت كوو نو زمونږ هر جائز كار به په نيكو