Data Huzoor Ki Nasihatain

Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

وَ تَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًاؕ(۸) (پارہ:29، سورۂ مزمل:8)                                

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د ټولو نه جُدا شه يواځې د هغه شه۔

      يو ځل يو کس د سرکارِ عالِي وقار صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې عرض اوکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! داسې نصيحت راته اوکړئ چې په هغي د عمل کولو په وجه زه د الله پاک محبوب بنده جوړ شم؟ [خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] اِرشاد اوفرمائيل: : اِزْہَدْ فِی الدُّنیا یُحِبُّکَ اللہُ  [يعني] د دُنيا نه بے رَغبَتي اختيار کړه! الله پاک به تا سره مَحبَّت کوي۔[1]  

      مُفَسِّرِ قرآن حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: انسان اَشْرَفُ الْـمَخْلُوقَات دے، هر څه د هغه د پاره پیدا کړے شوی دی، اللہ پاک اِرشاد فرمائي:

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًاۗ-   (پارہ:1، سورۂ بقرہ:29)

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هُم هغه دے چا چې ستاسو د پاره جوړ کړل، څه چې په زمکه کښې دي۔

      معلومه شوه چې د دُنيا هر څيز د انسان د فائدے د پاره پيدا کړے شوے دے اوس سوال دا دے چې انسان هُم د چا د پاره پيدا شوے دے که نه؟ د دې جواب په دې آيت کښې دے:

وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶) (پارہ:27، سورۂ ذاریات:56)                          

ترجمه: او ما پيريان او انسانان د هُم دې د پاره پيدا کړي دي چې زما عبادت اوکړي۔


 

 



[1]...ابنِ ماجہ، کتاب: زُہد، باب: زُہد فِی الدُّنیا، صفحہ:667، حدیث:4102۔