Data Huzoor Ki Nasihatain

Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

ميلمه ميلمستيا اوکړے شي۔ چنانچه هغوئي هوسئ او مرغو ته آواز اوکړو او اُوئې فرمائيل: اے هوسو! اے مرغو! ستاسو نه دِ يوه مرغئ او يوه هوسئ زما خوا ته راشي، زه د خپل ميلمه ميلمستيا کول غواړم۔

      سُبْحٰنَ الله! د صحابئ رَسُول حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  آواز ئې چې واوريدلو نو يوه ښکلي څربه هوسئ او يوه مرغئ د ادب نه خپل سرونه ښکته کړي حاضر شو۔ دا نظاره ئې چې اوليدله نو هغه کس حيران شو او بے اختياره ئې د خُلې نه اُووتل: سُبْحٰنَ الله! حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  ورته اوفرمائيل: آيا ته حيران شوې؟ آيا تا څوک داسې بنده ليدلے دے چې هغه د خپل رب اِطاعت کوي او دا څيزونه (کوم چې د انسان د پاره جوړ دي دا) د هغه اطاعت اونکړي۔ [1]

دا دے د هغه خبرې مطلب چې مَنْ نَظَرَ اِلَی الْخَالِقِ مَلَکَ يعني چا چې د خالِق په لوري نظر اوساتو، هغه مالِک شو۔ معلومه شوه چې د دُنيا هر څيز د انسان د پاره پيدا شوے دے، لِـهذا چې کله انسان د رب شي نو د دُنيا هر څيز د هغه شي۔ الله پاک دِ مونږ ته هُم زړه نه د غيرُ الله محبت د ويستلو، د دُنيا نه د مخ اړولو او صرف د الله پاک او د هغه د محبوب بندګانو سره د مَحبَّت ساتلو توفيق راکړي۔

اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

محبت میں اپنی گما یااِلٰہی           نہ پاؤں میں اپنا پتا یااِلٰہی

رہوں مست و بےخود میں تیری وِلا میں                           پِلا    جام    ایسا    پِلا    یااِلٰہی[2]


 

 



[1]...جامع کراماتِ اولیا، جلد:1، صفحہ:116۔

[2]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:105۔