Data Huzoor Ki Nasihatain

Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

      اے عاشقانِ رَسُول! هر څيز اخستلو وخت کښې په خرڅوونکي قيمت کمول سُنَّت دي۔[1] * اعلٰى حضرت، امام اَهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: قيمت (کښې کمي) د پاره حُجّت (يعني بحث و تکرار) کول بهتر بلکه سُنَّت دي[2]  * يو ځل حضرتِ سَيِّدُنا سُوَيد بِن قَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  مکّے مُکَرَّمے ته کپړه راوړه نو خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه څه کپړے واخستلې۔ حضرتِ سَيِّدُنا سُوَيد بِن قَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  فرمائي: رسولِ کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ سره قيمت طے کړو، څه [قِيمت] ئې راباندې کم کړو، آخر هغه کپړه ئې واخستله۔[3] اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که د کمزوري (مَثَلًا بُوډا) نه يا فقير (يعني غريب مُحتاج) نه څه څيز اخلي نو په هغه دِ آساني اوکړي او ګران دِ ترينه واخلي، دا د نيکئ کار دے[4] * بعضې خريدار د ريټ کمولو د پاره او بعضې دُکاندار د ريټ زياتولو د پاره دروغ وائي بلکه بعضې خو د دروغو قسمونه هُم خوري، دا ګناه، حرام او جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے۔

      الله پاک دِ مونږ د اخستلو او خرڅولو او نورو ټولو معاملاتو کښې په شريعت او سنتو باندې د عمل کولو توفيق راعطا كړي. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:4، صفحہ:304بتغیر قلیل۔

[2]...فتاوی رضویہ، جلد:17، صفحہ:128۔

[3]...ابو داود، کتاب:البیوع، باب:الرجحان فی الوزن، صفحہ:536، حدیث:3336۔

[4]...اِحْیَاءُ الْعُلوم مترجم، جلد:2، صفحہ:313بتغیر قلیل۔