Data Huzoor Ki Nasihatain

Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

      د داتا ګنج بخش علي هجويري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت مبارك وو چې هغوئي به د اوليائے كرامو زيارتونو ته حاضريدلو، خاص طور چې كله به څه مشكل پيښ شو نو د هغه مشكل حل كولو د پاره به باقاعده په اهتمام سره زيارتونو ته تللو. داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله فرمائي چې: يو ځل ما ته يو مشكل را پيښ شو نو زه د حضرت بايزيد بِسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته حاضر شوم، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د هغوئي په بركت زما مشكل آسان شو.

    د يو ځل واقعه ده، داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته څه مشكل پيښ شو، دا ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت بايزيد بِسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته حاضر شو خو دا ځل الله پاك ته نور څه منظور وو، داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دريو مياشتو پورې حاضر اوسيدلو خو مشكل ئې حل نه شو، آخر دا چې داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خُراسان ته تشريف يوړلو، په خُراسان كښې يو كلے وو، هلته چې اورسيدلو نو د شپے تيرولو د پاره ئې يوے خانقاه [يعنې دربار] ته تشريف يوړلو.

   په هغه خانقاه كښې اوسيدونكي خلق ډير بےادبه وو، هغوئي داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره نامناسبه او د بے ادبئ سلوک اختيار كړو، پخپله ئې خوندور طعامونه اوخوړل او داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ئې وچه ډوډئ وركړه، مَعاذَ الله! پيغورونه ئې ورته وركول او سپورې ستغې خبرې ئې ورته کولې، داتا ګنج بخش علي هجویری صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باعمله او د حُسنِ اخلاق خاوند وو، د هغوئي د دې بے ادبئ په سلوک باندې ئې صبر