Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

مَدْرَسَةُ الحَدِيْث بنياد كيښودلو، په دې موقع باندې مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ملك لويو لويو عُلمائے كرامو ته دعوت وركړو، عَظِيمُ الشَّانه اجتماع جوړه كړے شوه، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ناست وو، مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې د بيان كولو درخواست پيش كړو، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مَنچ [يعنې اسټيج] ته تشريف راوړو او د ملك لوئ لوئ عُلمائے كرامو، مُحَدِّثِينو، مُفَكِّرِينو په موجودګئ كښې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ حديث په موضوع باندې درې ګينټے بيان اوفرمائيلو، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ حديث په موضوع زبردست علمـى نُكات بيان كړل او د دې په اوريدلو په اجتماع كښې موجود لوئ لوئ علمائے كرام حىران شول، چې كله اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان ختم كړو نو د مُحَدِّث سَهارنپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځوئ پاڅيدلو او ورمخكښې شو د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاس مبارك ئې ښكل كړل. ګويا د مُحَدِّث سَهارنپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهزاده د خپل اندازِ حال نه دا اعلان اوكړو چې:

عِلْمِ خَبر کی شاہی تم کو رضا  مُسَلَّم                                                                                          جس سمت آگئے ہو سِکّے بٹھا دئیے ہیں

وضاحت: علمِ خبر يعنې علمِ حديث. دا د داغ دهلوي شعر دے. داغ دِهلوي مُلكِ سُخَن كى شاهي ليكلے وو. د موقع په مناسبَت سره په دې كښې بدلون شوے دے.

 يعنې اے امام احمد رضا! تاسو په علمِ حديث كښې دومره  ډير ماهر ئې چې په كومه موضوع بحث كول شروع كړئ، خپل پوره پوره مهارت پکښې داسې ښكاره كوئ چې په زمانه کښې بل څوک په هغه فن کښې داسې مهارت نه شي ښودلے.