Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

صفحے 884 دي او احاديث پکښې 3958 دي * د نَسَائي شريف صفحے 905 دي او احاديث پکښې 5769 دي * د اِبنِ ماجه صفحے 705 دي او احاديث پکښې 4341 دي.

    دغسې د دې 50 كتابونو نه صرف د 20 کتابونو جلدونه، د هغې د صفحو او احاديثو شمير چې اوکتلے شو نو دا صرف د شلو کتابونو 49 جلدونه جوړ شو، د دې د صفحو شمير 29 هزار 903 او په دې كښې ټول احاديث 1 لاك 34 هزار 811 دي.

    دا خو صرف د 20 کتابونو تفصيل دے او د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مطالعه كښې د 50 نه زيات د احاديثو كتابونه وو. كه د دې ټولو كتابونو په تفصيل كښې لاړ شو نو دا په زرګاؤ صفحے او په لكونو احاديث جوړيږي كوم چې د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په درس و تدريس او مطالعه كښې شامِل وو.

    بيا دلته دا خبره په ذِهن كښې اوساتئ چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو سُوال جواب وركولو، لِهٰذا اِجمالاً ئې اوفرمائيل: د 50 نه زيات كتابونه. د دې زيات نه څه مراد دے؟ 55 كتابونه، 60 كتابونه که 70 كتابونه؟ د 50 نه زيات څومره كتابونه دي؟ د دې په باره كښې چې تحقيق اوشو، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بعضې عقيدتمندو اته كاله محنت اوكړو، د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلي شوي 350 كتابونه ئې جمع كړل، هغه ئې اولوستل، په دغه 350 كتابونو كښې چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره احاديث ذِكر كړي وو، هغه احاديث ئې چې ىو ځائے راجمع كړل نو دا ټول لس زره احاديث جمع شو، بيا د احاديثو په اصل كتابونو كښې دا احاديث اولټولے شو نو معلومه شوه چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې 350 كتابونو كښې چې كوم احاديث ذِكر كړي وو هغه د حديثِ پاك د 400 كتابونو نه اخستے شوي وو يعنې د دې تحقيق نه معلومه شوه چې د حديثِ پاك 400 كتابونه دي كوم چې به د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مطالعه کښې وو،