Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

عادت مباركه وو چې په خبرو کولو كښې به ئې احاديث بيانول، كومه خبره به ئې چې كوله هغه به ئې د قرآني آياتو يا احاديثو نه ثابتوله. د يو سُوال په جواب كښې به ئې ډير احاديث ذِكر كول، د هغې احاديثو مَعَاني به ئې بيانولې، د احاديثو شرح به ئې بيانوله.

    * د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه سُوال اوشو چې: سجدۀ تعظيمي (يعنې يو بنده ته صرف د هغه د تعظيم په نِيَّت سجده كول) جائز دي که نه؟ اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآني آيتونو او 40 احاديثو په رنړا كښې ثابته كړه چې غيرِ خدا ته د تعظيم د پاره سجده كول په وړومبنو شريعتونو كښې جائز وو، زمونږ په شريعت كښې حرام دي.  * د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت كښې سُوال اوشو چې: خلق وائي زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دافِعُ الْبَلا (يعنې مصيبتونه لرې كوونكے) وئيل شِرك دے؟ اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې په جواب كښې 300 احاديث ذِكر كړل او واضحه ئې کړه چې زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په عطا غم او مصيبتونه لرې کوونکے دے.   د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې سُوال اوشو چې: که نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام نه افضل دے نو په دې باندې د قرآن و حديث نه دليل راوړئ؟ اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې سُوال جواب اوليكلو او د 100 احاديثو نه ئې ثابت كړه چې د الله پاك په فضل سره زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو انبياؤ عَلَيْهِمُ السَّلام سردار دے.

    * فرښتے څنګه پيدا كيږي؟ په دې موضوع باندې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 24 احاديث ذِكر كړل. * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په ورځ د قيامت شفاعت كوي، په دې موضوع باندې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 40 احاديث ذِكر كړل، * د ګيرې په ضرورت او اَهَمِّيَّت باندې ئې 56 احاديث بيان كړل، * د مور و پلار په حُقوقو باندې ئې 91 احاديث ذِكر كړل، دغه شان په نورو بيشميره موضوعاتو باندې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سوونو احاديث ذِكر كړي دي، د دې احاديثو نه ئې مسائل اَخَذ