Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته حديثِ پاك را ياد شو چې ”څوك په باران كښې طواف کوي، هغه د الله پاك په رحمت كښې لامبو وهي.“

     بس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا فرمان مبارك چې ورياد شو نو د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زړه خوشحاله شو، په حديثِ پاك كښې بيان شوي فضيلت حاصلولو د پاره اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زر د حَجرِ اَسوَد خوا ته حاضر شو، حجرِ اسوَد ئې ښكل كړو او په باران كښې ئې طواف شروع كړو.

    اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! تَصَوُّر اوكړئ! باران وريږي، د وخت اِمام، رښتينے عاشِقِ رسول، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه [د طبيعت د ناسازئ په حالت کښې] په څومره مينه او شوق سره د خانۀ كعبے طواف كوي....! اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د طواف ووه چكرې پوره كړې او د خپل اوسيدلو ځائے ته ئې تشريف يوړلو.

     ولے چې د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طبيعت د مخكښې نه ناسازه وو، د تبې نه ئې آرام راغلے وو خو چې په حديثِ پاك باندې د عمل كولو د پاره ئې په باران كښې طواف اوكړو، نو بيا پرې تبه راغله. د مكے مكرمے عاشقانِ رسول علمائے كرام د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عقيدت مند وو، چې كله اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې بيا تبه راغله نو هغه عُلماء ډير غمژن شو، يو عاشِق رسول عالِمِ دين په ډير درد سره اووئيل: په يو ضعيف حديثِ پاك باندې د عمل كولو د پاره تاسو بے احتياطي اوكړه؟

    ضعيف حديث د مُحَدِّثِىنو يوه اِصطِلاح ده، ضعيف حديث هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے خو د دې روايت كوونكي راويانو كښې د يو څو شرطونو كمے وي. خير! هغه عالِم صاحب اوفرمائيل: په باران كښې د طواف د فضيلت حديث ضعيف دے او تاسو په دې ضعيف حديث باندې د عمل كولو د پاره د خپل طبيعت