Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

غواړي، ډاكټر صاحب ورته د  15 ورځو پورې د كتاب نه لوستلو وائي، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو د 15منټو پورې هم كتاب نه شي پريښودے، خير! يو حكيم صاحب ئې مُعائنه اوكړه، هغوئي اووئيل: د نُزُولِ آب (يعنې اوبه راکوزيدلو) نښې دي، خدانخواسته 20 كاله پس به [مو په سترګو كښې] اوبه راځي (يعنې د موتيا د مرض په وجه به مو د سترګو نُور ختم شي).

    په ظاهره دا سخته د پريشانئ خبره وه، كتاب ئې پريښودے نه شو، د ليكلو كار كول هم وو، ګنې د اُمَّت دِيني راهنمائي به څوك اوكړي؟ او خدائے دِ نكړي كه د بينائې مسئله جوړه شوه نو دا به هم سخت تكليف وي.

     اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! په مشكل وخت كښې د يو رښتيني عاشِقِ رسول تَـوَجُّه كوم طرف ته ځي؟ سُبْحٰنَ الله! په دُنيا كښې صرف يوه د رحمَت لمَن ده چرته چې غُلامان پناه اخلي. او هغه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لمَن مبارکه ده.

     اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لمَن مبارکه كښې پناه واخستله، يو حديثِ پاك ئې په ذِهن كښې راغلو چې که څوك په کوم مصيبت كښې اخته كس اوويني او دا دُعا اووائي:

اَلْحَمْدُ للہِ الَّذِیْ عَـافَـانِـیْ مِمَّا ابْتَلَاکَ بِہٖ وَ فَضَّلَنِـیْ عَلٰـی کَثِیْرٍ مِّمَّنْ خَلَقَ تَفْضِیْلاً

     نو د دې دُعا لوستونكے به د هغه مُصيبت نه محفوظه اوسي، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د موتيا [د سترګې د ګُل] د بيمارئ والا يو كس اوليدلو نو دا دُعا ئې اولوستله او مُطمَئِن شو.

     د دې واقعے نه 16 كاله پس يو ماهر ډاكټر ته د دې خبرې ذِكر اوشو، هغه هم د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سترګو مُعائنه اوكړه او په ډير اعتماد سره ئې اووئيل: څلور كاله پس به