Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چا چې مونږه كلمه لوستلي ده، د چا نه چې مونږه د شفاعت اُمِّيد لرو، د چا په بركت چې دُنيا جوړه شوي ده، د چا په بركت چې مونږه دُنيا ته راغلي يُو، د چا په بركت چې مونږ ته قسما قسم نعمتونه حاصل دي،  زمونږه هغه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كوم چې د الله پاك نه پس د ټولو نه بُزُرګه هستي ده، هغه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چا ته چې د ټولو نه زيات علم وركړے شوے دے، هغه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې په مخلوق كښې د ټولو نه زيات عقلمند دے، د هغه خوږ آقا، آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږو خوږو اقوالو ته حديث وائي، (خو! كله د صحابۀ كرامو او تابعينو اقوالو ته هم حديث وائي) اوس لږ غور اوكړئ! مونږه مسلمانان يُو، مونږه د آخري نبـي، رسُولِ هاشَمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كلمه لولو، آيا په مونږه حق نه جوړيږي چې مونږه د حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرامين اولولو؟ په هغې باندې ځان پوهه كړو، او عمل پرې اوكړو. يقيناً په مونږه حق جوړيږي. احاديث زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركې ژبې نه وتلي الفاظ دي، د احاديثو يو يو لفظ د علم و حكمت سمُندر دے، په دې مبارکو الفاظو كښې د قيامته پورې راتلونكو د پاره رنړا ده، نُور دے، هِدايت دے،

     مُفسّرِ قرآن، حضرت مُفتـی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په اسلام كښې د كَلامُ الله (يعنې قرآنِ كريم) نه پس د كَلامِ رَسُول (يعنې حديثِ پاك) درجه ده. ګويا قرآنِ كريم سَمُندر دے، حديثِ پاك د دې سمندر جهاز دے، قرآنِ كريم روحاني خوراك دے، حديثِ پاك د رحمت اوبه دي. څنګه چې بغير د اوبو نه خوراك تياريدے نه شي، دغه شان د حديثِ پاك نه بغير په قرآنِ كريم باندې پوهيدل نه شي كيدے او نه پرې عمل كيدے شي. [1]


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:1، صفحہ:3۔