Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

عقل وغيره) نه زيات اعتِماد اوکړے شي، كه مونږه په خپلو سترګو وينو چې اوس ورځ ده او نبـي كريم اُوفرمائي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې اوس شپه ده نو زمونږه سترګې دروغژنې دي او نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتينے دے. زمونږه سترګې ډيرې غلطئ كوي خو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارَك كله هم غلط نه شي كيدے۔

     د علمِ حديثِ ډىر اوچت اِمام، اِمام نَوَوِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل د دِمَشق يو لوئ مُحَدِّث صاحب په خدمت كښې حاضر شو او د هغوئي نه ئې احاديث زده كول شروع كړل، هغه مُحَدِّث به په خپل مخ باندې رومال اچولے وو او د احاديثو درس به ئې وركولو، اِمام نَوَوِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره موده د هغوئي نه علم حاصل کړو، يوه ورځ هغوئي د اِمام نَوَوِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مخكښې د خپل مخ نه كپړا لرې كړه، څه وينې چې د هغوئي مخ د خر په شان دے. هغه مُحَدِّث صاحب اِمام نَوَوِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته نصيحت کښې اُوفرمائيل: ما حديثِ پاك لوستلے وو چې ”كوم كس د اِمام نه مخكښې سر اوچتوي، آيا د دې نه نه ويريږي چې الله پاك به د هغه سر د خر په شان كړي.“ [1] مُحَدِّث صاحب فرمائي: دا حديث زما په عقل كښې رانغلو، ما قَصداً د اِمام نه سبقت اوكړو (يعنې په ركوع او سجدو كښې مې د اِمام نه مخكښې سر را اوچت كړو) نو زما مخ داسې شو څنګه چې ئې ته وينې.[2]

     الله پاك دِ مونږ ته كامِل اِيمان رانصيب كړې، د احاديثو لوستلو، اوريدلو، زده كولو، او په دې د ځان پوهه كولو شوق دِ راعطا كړي او په حديثِ پاك باندې د كامل يقين ستالو توفيق دِ هُم را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]...مسلم، کتاب:الصلاۃ، باب:النہی عن سبق الامام، صفحہ:167، حدیث:427۔

[2]...بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ:560، حصہ:3۔