Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

عِلم، عِلمِ حديث دے، څوك چې عالِمِ دين دے، مُفتـي دے، څوك چې د اسلام مُتَعَلِّق د هر قِسمه تحقيق كول غواړي، د هغه د پاره لازم او ضروري دي چې هغه د قرآنِ كريم هم علم لري او د يو ماهِر عاشِقِ رسول عالِمِ دِين نه ئې باقاعده د حديثِ پاك عِلم هُم حاصل كړے وي، * الله پاك زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا شان عطا كړے دے چې د هغوئي د مباركې ژبې نه وتونكے يو يو حَرف، يو يو لفظ، يوه يوه جمله د عِلم و حِكمَت جور سمندر دے، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مباركه هغه ژبه ده چې د هغې نه څه ادا كيږي، هغه صرف حق، حق او حق دي، د حق نه علاوه د هغه ژبې مباركې نه هيڅ هم نه ادا كيږي. الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

وَ مَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰىؕ(۳) اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰىۙ(۴)  (پارہ27،سورۃالنجم:3تا4)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او يوه خبره هُم د خپل خواهش نه نه كوي. هغه وحي وي كومه چې هغوئي ته كيږي.

    د دې آيتِ كريمه مفهوم اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې بيان کړے دے:

وہ دہن جس کی ہر بات وحئ خُدا                                                                                                   چشمۂ عِلْم و حکمت پہ لاکھوں سلام[1]

    وضاحت: يعنې هغه پاكه او مباركه خُله چې د هغې نه وتونكي هره خبره وحي وي، د علم و حِكمَت په هغه چينه باندې ډير ډير سلامونه.

    * عاشقانِ رسول عُلمائے كرام عِلمِ حديث زده كولو كښې د عشق يو لحاظ دا هم ساتي چې حديثِ پاك زمونږ د خوږ آقا، سرورِ انبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژبې مباركې نه وتلي الفاظ دي، دا هغه الفاظ دي چې په دې كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:302۔