Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

ټولو نه مُعتبر كتاب بُخاري شريف هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته زباني ياد وو، دومره اوچت مُحَدِّث وو.

     د مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو شاګرد سَيِّد محمد اشرفي مياں جيلاني دے. دا پخپله هُم وروسته ډير لوئي مُحَدِّث جوړ شو او مُحَدِّث اعظَم هند ورته وئيل كيدلو. يو ځل مُحَدِّث اعظَم هند سَيِّد محمد اشرفي مياں رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل اُستاذِ مُحتَرم مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر وو، د مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه ئې سوال اوكړو چې: جناب! تاسو د اعلٰـى حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تذکِره ډيره زياته كوئ، د دې څه وجه ده؟ د شاګرد دا سُوال ئې چې واوريدلو نو د مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سترګو كښې اوښكې راغلې او په ډير عقيدت سره ئې اوفرمائيل: اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زه او زما خاندان د اوَّل نه مسلمانان يُو خو چې د كله نه ما د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صُحبت اختيار کړے دے نو ما ته د اِيمان خوږ والے نصيب شوے دے، بس د چا په وجه چې ما ته د اِيمان خوږ والے نصيب شوے دے، د هغوئي د يادولو په وجه خپل زړه ته سکون وركووم.

     سُبْحٰنَ الله! د مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره عقيدت اوګورئ او د هغوئي په الفاظو لږ غور اوكړئ! د وخت يو اوچتې مرتبے والا عالِم دين او مُحَدِّث، چا چې 40 كالو پورې د علمِ حديث خدمت كړے دے، په زرګاؤ احاديث ورته زباني ياد دي، هغوئي د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُتَعَلِّق فرمائي: ما ته د اِيمان خوږ والے د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صُحبَت په وجه نصيب شوے دے، په دې وجه زه د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تذکِرے كولو په ذريعه خپل زړه ته سکون وركووم.

       مُحَدِّث اعظَم هند سَيِّد محمد اشرفي مياں رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اُستاذِ مُحتَرم مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِيمان نه ډك دا جواب مې چې واوريدلو نو عرض مې