Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

دائره كښې دننه په خاص اهتمام سره په خوشحالئ خوشحالئ دا ورځ مناؤ كړو، په دې ورځ ښه د خىرات و صدقاتو کولو عادت جوړ كړو. د دې به ډير ډير بركتونه حاصل كړو. څنګه چې

     حضرت اِمام عبدُ الرَّحمٰن اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په جَشنِ ولادت باندې خوشحالئ كوونكو د پاره به دا خوشحالي، د جَهَنَّم نه ركاوټ جوړيږي. اے د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيانو! ستاسو د پاره زيرے دے چې تاسو په دُنيا او آخرت كښې د ډىر زيات خير حقدار ګرځيدلي ئې.

    د اِمامُ الانبياء، خَاتِمُ المُرسَلِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جَشنِ ولادت مناوهونكو ته به بَرَكت، عِزَّت، خير او فخر نصيب کیږي، د قيمتي غمو عِمامه (يعني پټکے)  او شنه حُلّه [يعنې شين لباس] اغوستي به جَنَّت ته داخليږي ، بيشميره محلونه به ورعطا كړے شي او په هر محل كښې به حورې وي. په خوږ آقا باندې ډير ډير دُرُود شريف اولولئ، د جَشنِ ولادت خوشحالي مناؤ كړئ او دا خوشالي مناوهل ښه عامه كړئ. (مجموع لطیف  النبی  فی صیغ المولد النبوی القدسی،مولد العروس،ص۲۸۱،ملتقطاً)

     حافِـظُ الحدیث  اِمام ابُو الخـیر محمد بن عبدالرَّحــمٰن سَخاوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: جَشنِ ولادت مناوهلو والؤ باندې د دې عمل په بركت لوئ فضل ظاهريږي.     (سبل الھدی و الرشاد ،الباب الثالث عشر فی اقوال العلماء۔۔۔الخ،  ۱/۳۶۲)

        حضرت سیِّدُنا امام احمد بن محمد قَسطَلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ”د ولادتِ باسعادت په ورځو كښې د مَحفلِ ميلاد خاصيتونو دا مُجَرَّب امر (ازمائيلے شوے) دے چې په دې كال کښې به امن و امان وي. “ الله پاك دِ په هغه انسان باندې رَحمَت نازل كړي چا چې د ميلاد شريف د میاشتې د شپونه اخترونه جوړ كړل.“       (مواھِبُ اللدُنیَّۃ،المقصد الاول،ذکررضاعہ،۱/۷۸)