Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

عِیدِ مِیلادُ النّبی تو عِید کی بھی عِید ہے

بالیقیں ہے عِیدِ عِیداں عیدِ مِیلادُ النّبی

                                                                                                                     (وسائلِ بخشش مُرمّم،ص380)

     اے عاشِقانِ رسول! د جشنِ ولادت مناوهلو مختلفو  طريقو  خپلولو سره سره د 12 ربيعُ الاوَّل او خاص طور د هر ګل شريف د روژے نيولو كوشش اوكړئ ځکه چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر ګل شريف په ورځ د روژه نيولو په ذريعه د خپل پيدائش ورځ مناوهله، چنانچه

   د حضرت ابُو قتاده رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې يوه ورځ د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د ګل  د ورځې  د روژے  (نيولو) مُتَعَلِّق تپوس اوكړے شو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: په دې ورځ زه پيدا شوے يم، او هم په دې ورځ په ما باندې قرآن نازل شوے دے (يعنې په دې ورځ وړومبئ وحي راغلي ده).   (مشکاۃالمصابیح،کتاب الصوم،باب صیام التطوع ، ۱/۵۶۳، حدیث ۲۰۴۵)

    يو بل روايت واورئ چې په هغې كښې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ولادت ذِكر كړے دے، صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته ارشاد فرمائي: زه اوس تاسو ته ښائم چې زما ابتداء څه ده؟ د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام دُعا، د حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام زيرے او زما د مور رَضِیَ الله عَنْها خوب كوم چې هغوئي زما د پيدائش په وخت ليدلے وو،  زما د پيدائش په وخت يو نُور زما د مور محترمې د پاره ښكاره شو، چې په هغې كښې د مُلكِ شام مُحلات هغوئي ته ښكاره شو.   (ماثَبَتَ بالسنۃ،ذکر  شھر ربیع الاول ،ص۱۳۷ )