Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

مجلسِ ميلاد شريف اصل دے. (مراٰۃ،۳/۳۲۱) ياد لرئ چې د اَهلِسُنَّت په مذهب كښې مجلس ميلادِ پاك د افضل ترينو مُسْتَحَبَّاتو او اعلٰـى ترينو مُسْتَحْسَنَاتو (يعنې نيكو كارونو) نه دے.  (الحق المبین ۱۰۰)

     صَدْرُ الشَّریعَہ، بَدرُ الطَّریقَہ حضرت عَلّامہ مولانا مُفْتی مُحَمَّد اَمْجَد علـی اَعْظَمِـی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ميلاد شريف يعنې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت بيان جائز دے. په دې باره كښې په دې مجلس پاك كښې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فضائلو و مُعجزاتو او سِيَر (يعنې خصلتونو) او د حالاتو، حيات، رضاعت او بعثت واقعات هم بيانيږي. د دې څيزونو ذِكر په احاديثو كښې هم دے او په قرآنِ كريم كښې هم دے. كه مسلمانان ئې په خپل محفل كښې بيان كړي بلكه خاص د دې خبرو د بيان د پاره محفل جوړ كړي نو د دې د ناجائزه كيدو هيڅ وجه نشته. دې مجلس د پاره خلق رابلل او په دې کښې شريك كيدل خير طرف ته را بلل دي، څنګه چې د وعظ او [نورو دِيني] جلسو اعلانونه كيږي. اشتهارونه چاپ كيږي او تقسيمىږي، په اخبارونو كښې د دې جلسو مُتَعَلِّق مضمونونه چاپ كيږي او د دې په وجه هغه جلسے او وعظونه نه ناجائزه كيږي، نو هُم دغه شان د ذِكرِ پاك [يعني ميلاد شريف] د پاره د رابللو په وجه دې مجلس ته ناجائزه او بدعت نه شي وئيلے.  (بہار شریعت جلد3 ص644)

     اے عاشِقانِ رسول! معلومه شوه چې د ميلاد شريف په اجتماع كښې د نوراني آقا مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادتِ پاك، رضاعت مبارك او د ماشوم والي  واقعات بيانول، د دې د پاره محفلونه جوړول، په دې كښې كيدونكي بيانونو د پاره خلق راجمع كول، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت په خوشحالئ كښې په خلقو طعام خوړل جائز دي.