Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

دُعا نه پس به هره ورځ لازمي د لنګر شريف اِنتِظام هم وو. (شرح شجریہ قادریہ رضویہ عطاریہ،ص۱۳۱.-۱۳۲)

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! مسلمان كه د هر ځائے سره تَعَلُّق لري، د مكے مكرمے، مدينے منورے يا د بل ملك سره تَعَلُّق لري، د هغه په زړه كښې به د اِيمان علامت يعنې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت وي او هغه به  خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د محبت د اظهار د پاره د ميلاد شريف اجتماع، محفل نعت منعقد كوي . خو مونږ له د ميلاد شريف د اجتماع د آدابو خيال ساتل پكار دي. كله هم چې د ميلاد شريف په اجتماع كښې دشريكيدلو سعادت ميلاؤ شي نو اوَّل صحيح غُسل اوكړئ، پاكې صفا جامے واغوندئ او كه خوشبو وي نو اوئې لګوئ، بيا چې اجتماع ته اورسئ، چرته چې ځائے ميلاؤ شي هلته كښينئ، خپلې سترګې ښكته ساتئ، په خاموشئ او احترام سره د ميلاد شريف ذِكر واورئ او د اجتماع ختميدلو نه پس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِكر د تعظيم په نِىَّت اودريږئ او په ولاړه صلاة و سلام هم اولولئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې به ډير بركتونه در نصيب شي. 

     د حِجاز عالِم حضرت شيخ سَيِّد علوي بِن عباس مالكي مكي  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل والِدِ محترم حضرت سَيِّد عباس مالكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د يو داسې كس واقعه نقل كوي چې هغه به په پورا محفلِ ميلاد په ولاړه اوريدلو، د هغوئي والد محترم فرمائي: زه په بَيْتُ الْمُقَدَّس كښې په دولسمه شپه په محفل ميلاد كښې شريك ووم، ما اوليدل چې يو بوډا كس د شروع نه تر آخره پورې په ډير ادب و احترام سره په ولاړه محفل ميلاد كښې شريك وو،  چې كله ترينه يو كس د پورا محفل په ولاړه اوريدلو د وجهې پوښتنه اوكړه، نو هغه اووئيل: ما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِكرِ خير د اوریدلو په وخت تعظيماً اودريدل ښه نه ګڼړل . يوه ورځ ما خوب اوليدلو چې زه په يوه لويه اجتماع كښې شريك يم او