Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

بُڈھا پُجاری   [بُوډا بُت پرست]: په دې رساله كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بعثت [يعنې اِعلانِ نَبُوَّت] نه مخكښې د دُنيا د حالاتو بيان دے او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت مبارك ذِكر هُم پکښې دے.

نُور والا چہرہ [نوراني مخ]: د ماشومانو رښتينو قِصو باندې مشتملو رسالو كښې يوه رساله ”نوراني مخ“ هم دے. په دې رساله كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ماشوم والي اِيمان افروزه  واقعاتو سره سره د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لاسو مباركو اته معجزے  بيان شوي دي. دا رسالے د مكتبةُ المَدينه نه قيمتاً طلب كړئ. دا رسالے [اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ په پښتو کښې هُم ترجمه شوي دي] دا رسالے تاسو د دعوتِ اسلامي په ويب سائټ www.dawateislami.net  باندې لوستلے شئ او ډاؤن لوډ كولے ئې هم شئ او پرنټ آوټ كولے ئې هم شئ.

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ميلادِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بركتونه حاصلولو د پاره د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول ډير ضروري دے، دې دِيني ماحول سره وابسته شئ، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د دعوتِ اسلامي زيرِ اهتمام  په ټوله دُنيا كښې هر كال عيد ميلادُ النَّبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ښكلي انداز او مينه محبت سره مناويږي. د ربيعُ الاوَّل په دولسمه شپه عَظِيمُ الشانه اجتماع ګانې منعقِد كيږي، د ”سپرلي د سحر“ په موقع باندې په ډير ادب و احترام سره لاس په نامه د سحر د سپرلي استقبال كيږي او د دې خوشحالئ په ورځ (12ربيعُ الاوَّل) د مرحبا يا مُصطفٰى (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) خوږے نعرے لګي او د عيد ميلادُ النَّبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيشميره جلوسونه ويستلے كيږي، او په لكونو عاشقانِ رسول په دې جلوسونو كښې شريكيږي.