Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

    اے عاشِقانِ رسول! په كور والؤ خرچ كول د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپل كوروالؤ خرچ كولو. * د حديثِ پاك مطابق د هجرت نه پس يو وخت هغه هم راغلو چې رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل كور والؤ د پاره د پوره كال غله جمع كوله.[1]

     د دې حديثِ پاك لاندې  مُفسّرِ قرآن، حضرت مُفتـی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كومه شرح بيان كړي ده، د هغې خلاصه ده: يعنې د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول كال غله جمع كول د بنونُضير قلعه فتح كولو نه وروسته خبره ده. دا هم خيال ساتئ چې حُضُور، جانِ كائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اګرچې د ټول كال غله جمع كوله خو اُمَّهاتُ المُؤمِنِين به دومره صدقه او خيرات كولو، چې د ټول كال غله به زر ختمه شوه او حالت به لوږې ته اورسيدلو. [2]

بھوکے رہتے تھے خود اوروں کو کھلا دیتے تھے                                   کیسے صابِر تھے مُحَمَّد کے گھرانے والے

    په احياء العلوم كښې دي: چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول كال غله جمع كول د دې د پاره دي چې دا عمل د اُمَّت په حق كښې سُنَّت اوګرځې ، ګنې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كور کسان کمزوري زړه والا نه وو (بلكه هغوئي ټول په الله پاك باندې كامل يقين ساتونكي وو).[3]


 

 



[1]... احیاء العلوم، کتاب: توحید، جلد: 4، صفحہ:343۔

[2]... مرآۃُ المناجِیْح، جلد:5، صفحہ:949۔

[3]... احیاء العلوم، کتاب: توحید، جلد: 4، صفحہ:343۔