Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

شو؟ هغه اووئیل: زه دَ جشنِ ولادت مناوهلو په برکت په جنت كښې د خپل والِد مرحوم خوا ته اورسولے شوم     (صبح ِبہاراں ،ص۸تا۱۱)

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو د جشنِ عيد ميلادُ النَّبِـي مناوهلو والؤ د اِىمان نه ډكه واقعه واوريدله، واقعي الله پاك د ميلاد شريف مناوهلو والؤ نه خوشحاليږي او په هغوئي باندې د نعمتونو او رحمتونو باران راوروي. يقيناً ميلاد شريف مناوهل، د ميلاد شريف په مياشت كښې خپل كورونه، كوڅے، محلے او خپل ګاډي په مدني جهنډو، پړقيدونكي قِسما قِسم وړو لائټونونه باندې ښائسته كول، د ربيعُ الاوَّل مياشت ښکاره کيدلو سره په جماتونو كښې د مباركئ اعلان كول، د دې مباركې مياشت په راتلو باندې خاص طور د ګناهونو نه توبه كول، په سُنَّتو او نيكو باندې د ثابت قدمئ حاصلولو عظيمه مدني نُسخه يعنې د ”نيك اعمال“ مطابق د ژوند تيرولو پخه اراده كول، ښار ښار، كلي كلي کښې د ”مرحبا يا مصطفٰى“ نعرے عام کولو د پاره د اسلامي ورونړو په مدني قافِله كښې سفر كول، په اجتماعِ ميلاد او د ميلاد شريف په جلوس كښې د مكتبةُ المَدينه رسالے تقسيمول او د نيكئ دعوت عام كول، د ربيعُ الاوَّل 12 ورځو پورې د علاقو په مختلفو جماتونو كښې د جشنِ ولادت عظيمُ الشَّان اجتماعات  منعقِد كول، د ربيعُ الاوَّل هفته واره اجتماع او دولسو مدني مذاكرو كښې مدني پرچم راوړل، د دولسمې د عظيمې شپے د تعظيم په نِيَّت غُسل كول، نوي جامے اغوستل، د خپل عامو معمولاتو مطابق د استعمال نوي څيزونه اخستل، د خَاتَمُ الْمُرسَلِیْن،رَحْمَۃٌ لِّلْعَالَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنت باندې د عمل كولو په نِيَّت د پيدائش په ورځ روژه نيول، په دولسمه شپه باندې په اجتماعِ ميلاد كښې د سحر په وخت لاسونو كښې مدني پرچم اوچتول او د دُرُود و سلام  وئيلو او لاسونه اوچت په هوا کښې خوزولو او د اوښكو نه ډكو سترګو سره د ”سپرلي سحر“ ته هركلے