Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

   د الله پاك په رحمت ميلاويدلو باندې د خوشحالئ مناوهلو حكم خو الله پاك پخپله ارشاد فرمائيلے دے، په سيپارۀ 11 سورۀ يُونس آيت نمبر 58 كښې ارشاد دے:

قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَ بِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْاؕ-هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ(۵۸)  (پارہ11،سورۀ يونَس:58)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : ته اوفرمایه ! دَ اﷲ په فَضل او د هغه په رَحمت باندی  دوئي له پکاردې  چی هم په دې باندې خوشحالئ اوکړی، دا دَ هغوئي د ټول جمع شوي دولت نه غوره ده.

     مُفسّرِ قرآن، مُفتـی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيتِ مباركه لاندې ارشاد فرمائي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! خلقو ته دا زيرے واوروه او حكم وركړه چې د الله پاك په فضل او د هغه د رحمت په نصيب كيدلو باندې ډيرې ډيرې خوشحالئ اوكړئ. عامه خوشحالي خو هر وخت مناوهئ او خاص خوشحالي په هغه تاريخونو كښې مناوهئ په كوم تاريخ چې هغه نِعمَت راغلے وي  يعنې په رَمَضان كښې، خاص طور شبِ قدر او ربيعُ الاوَّل كښې خاص طور په دولسم تاريخ، په رَمَضان كښې د الله پاك فضل ”قرآن“ راغلے دے او په ربيعُ الاوَّل كښې رَحمَۃٌ  لِّلعٰلَمِینَ يعنې محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا شوے دے، دا فضل و رحمت يا د هغې خوشحالي كول ستاسو د دُنياوي جمع کړي مال و اسباب، روپو، مكان، جائيداد، څاروو، كر كروندې، زمكې بلكه اولاد وغيره ټولو نه بهتر دي ځکه چې د دې خوشحالئ نفع شخصى نه ده بلكه قومي ده. وختي نه ده بلكه دائمي [يعنې د هميشه د پاره] ده. صرف په دُنيا كښې نه بلكه په دِين و دُنيا دواړو كښې ده. بدني نه ده بلكه د زړه او روحاني ده فضول نه ده بلکه په دې باندې ډير ثواب حاصليږي.  (تفسیرِ نعیمی ،ج11،ص369)

* د سرکار  آمد مرحبا * د سردار  آمد مرحبا  *د نبيِ مُختار  آمد  مرحبا

*د رسولِ مقبول  آمد مرحبا*  د سلطان  آمد مرحبا * د ښکلي جانان  آمد مرحبا