Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

* د يٰسٓ آمد مرحبا *د مُختار آمد مرحبا *د مُزَّمِّل  آمد مرحبا *د مُدَّثِّر  آمد مرحبا

مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشِقانِ ميلاد! ميلاد شريف مناوهل حكمِ قرآني او د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشحالئ سبب دے. هر كال د ربيعُ الاوَّل مياشت خپل ټول عظمتونو رحمتونو او بركتونو سره راځي او خوش نصيبه عاشِقانِ رسول د خپل طاقت مطابق خپل كورونه، دكانونه، ګاډي، كوڅے، محلے او ښارونه په مدني جهنډو او قِسما قِسم رنګينو لائټونو باندې ښائسته كوي، د جشنِ ولادت سره سره مونږ له  دا هم  پیژنيدل پكار دي چې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې دُنيا ته په كوم وخت او كومه ورځ تشريف راوړے وو؟ او په هغه ورځ كوم تاريخ وو؟ راځئ چې د دې په باره كښې واورو:  

    د الله پاک خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول جهان د پاره لاره ښودونكے او رهبر جوړ شوے د اصحابِ فيل د واقعے نه 55 ورځې پس په 12 ربيعُ الاوَّل بمطابق 20 اپريل 571ء د ګل په ورځ د سحر راختلو په وخت چې لا ستوري په اسمان كښې ځليدل، د څوارلسمې سپوږمئ په شان ښائسته، خوشبو لرونكے، ختنه شده ، نوم كټ شوے، د دواړو اپوګو په مينځ واضحه مُهرِ نَبُوَّت، پاك بدن، دواړه لاسونه په زمكه ايښودي، سر مبارك ئې اسمان طرف ته اوچت كړے وو او دُنيا ته ئې تشريف راوړو.   (اَلْمَوَاهِبُ اللَّدُنِّیَّۃ لِلْقَسْطَلَّانِیّ ج۱ ص۶۶۔۷۵ وغیرہ)

    شیخ عبدالحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مكے د خلقو هم په دې باندې عمل وو چې هغه خلق به د 12 ربيعُ الاوَّل په ورځ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كور مبارك ليدلو د پاره تلل او هلته به ئې د ميلاد شريف محفلونه مُنعقِد كول.  (مدارج النبوۃ، ۲ /۱۴)