Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، چې ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي.
ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
د آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: كوم بنده چې محبت او شوق سره په ما باندې درې ځله په ورځ كښې او درې ځله په شپه كښې دُرُودِ پاك لولي، په الله پاك باندې حق دے چې د هغه د هٰغه ورځې او شپے ګناهونه مُعاف كړي.[1]