Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain
وركړه.
حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بيا د ماسپښين د لمَانځه نه پس ما ته د اسلام څلورم د خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ ديدار نصيب شو، هغوئي زما په خُله كښې شپږ ځله لاړې مباركې واچولې، او اوئې فرمائيل: وعظ و نصيحت كوه.[1]
د هغې نه پس حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باقاعده درس و بيان او د نيكئ دعوت وركول شروع كړو او د 40 كالو پورې ئې مسلسل د نيكئ دعوت عام كولو.
د درس و بيان مُتَعَلِّق د غوثِ پاك معمول
* حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په هفته كښې درې ورځې بيان فرمائيلو * اِبراهيم بِن سَعد فرمائي: حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د عُلمائے كرامو لباس اغوستلو او په اوچت ځائے (مثلاً منبر وغيره) به كښيناستلو او بيان به ئې كولو * حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په شروع كښې به زما په بيان کښې دوه يا درې كسان كښيناستل، بيا په قلاره قلاره د خلقو ګنړه شروع شوه، خلق به د لرې لرې نه په اسونو، قچرو او اوښانو وغيره باندې سواره د بيان اوريدلو د پاره راتلل، هغه وخت به تقريباً د 70 زره کسانو اجتماع كيدله (وروسته د دې اجتماع د شُرکاؤ شمير نور هم زيات شوے وو،)[2]
* د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهزاده حضرت عبدُالوهاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په محفل كښې به غټ غټ علمائے كرام او مشائخ حاضريدل