Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain
انقلاب راوستلو، خلق به د هغوئي د بيان نه ډير زيات مُتاَثِّر كيدل، د خلقو په زړونو كښې به د عشقِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شمعې روښانه كيدلې، په زړونو كښې به ئې خوفِ خُدا پيدا كيدلو، د هغوئي د بيان په اوريدلو به خلق په خپلو ګناهونو پښيمانه كيدل او توبه به ئې اوکړه نيك انسانان به جوړ شول. هغه عاشقانِ رسول څومره خوش نصيبه دي كوم چې د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره وابسته دي او د درس وبيان سعادت حاصلوي. الله پاك دِ مونږ ته هم د نيكئ دعوت عام كولو نه ختميدونكي جذبه رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
راځئ چې! د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دغه انقلابي بيانونو نه د عِلم و حکمت او نصيحت مَدَني ګلونه د اوريدلو سعادت حاصل کړو:
(نصيحت: 2) د الله پاك د محبوب جوړولو عمل
11 جُمادَى الآخِر، 545 هجري کښې حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله مدرسه كښې بيان اوكړو، په دې دوران كښې هغوئي اوفرمائيل: اے مالدارانو! كه د دُنيا او آخرت خير غواړئ نو د خپل مال په ذريعه د غربيانو مدد اوكړئ! [1] بيا حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو حديث بيان كړو چې: د الله پاك آخري نبـي، محمدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: خلق د الله پاك عيال دي، د الله پاك زيات محبوب هغه دے څوک چې د الله پاك عيال ته زياته فائده رَسَوونكے وي.[2]
د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مبارك بيان وضاحت: عِيال د عَول نه جوړ دے، د دې معنٰى ده محتاجي. هغه خلق د كومو نَفقه، خرچ وغيره چې په انسان باندې لازم وي، مثلاً